IQNA

په هیوسټن پوهنتون کې د قرآن کریم بې احترامئ د میلیونونو مسلمانانو زړونه د ردولی دي

15:39 - November 05, 2025
د خبر لمبر: 3491968
ایکنا- د امریکاد هیوسټن  پوهنتون مسلمانو زده کړیالانو  د پوهنتون  په  یوې غونډې  کې د قرآن کریم  په بې احترامئ سخته غمرازي ښودلې  او ددې ناغیړي اقدام په ضد ئې  د فوري اقدام غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د کرون له قوله راپور  ارکړ، دامریکا د هیوسټن پوهنتون مسلمانو زده کړیالان د یوه  اسلام  ضده اقدام وروسته  چې یوشمیر افراطي  کسانو د قرآڼ کریم  بې احترامی کړې ،د فوري اقدام غوښتنه وکړه.

د دې پوهنتون د مسلمانو زده کړیالانو د ټولنې (MSA) له مخې، دا پېښه د تیرې پنجشنبې په ورځې، په Lynn Eusan Park کې  شوې ده. د راپورونو له مخې، یو کس  ددغو کسانو   وخوا ته ورغلی  او په لوړ غږ سره ئې  اسلامي ضد شعارونه ورکړل  او یوې  قرآني نسخې ته ئې  اور واچولو.

د هیوسټن پوهنتون د مسلمانو  زده کړیالانو ټولنې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پوسټ کې اعلان کړی: زموږ غړو لمونځ ادا کاوه ، او  هغه مقدس آرام  ځاي چې پکې مو مونځ  ادا کولو او شاوخوا ته مو نه شول کتلی ،نو دغه کس دغه سپير اقدام وکړ او له هغه ځایه لاړ . د دې پېښې ویډیو ښئي چې دا پيښه د مازدیګر په وخت کې  شوې ده.

په هر حال، د هیوسټن پوهنتون د مسلمانو زده کړیالانو ټولنې وئيلي  چې د هغوی یو غړي زر توانېدلی چې قرآن د اور له لمبو  وژغوري.  چارواکو د شکمن کس د هویت پېژندنه نه ده کړې، خو د هاوائ  پوهنتون اسلامي ټولنې چې په ټیکساس کې د مسلمانو  زده کړیالانو ټولنو د هدف  ګرځیدو  مستنده  تاریخچه لري،  وئیلي دي چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې د «سنټ کریس» په نوم پیژندل کېږي.د هیوستون پوهنتون اسلامي ټولنې د  پوهنتون له مسئولانو څخه غوښتنه کړې چې د مسلمانو زده کړیالانو د ساتنې لپاره دې یوه عمومی خبرتیا خپره کړي  او خپله  ژمنه دې پوره کړي.  او ددغه ډول پيښو مخنیوی دې وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4314790

captcha